د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لښکرګاه د لومړۍ او درېيمې امنیتي حوزې تر څنګ، او د سنګین ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې کسان د غلا په بېلابېلو قضیو کې نیول شوي دي.
د يادې امنیه قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، امنیتي ځواکونو تورن کسان د غلا شويو توکو سره یوځای نیولي او پر هغوی د بېلابېلو غلاوو نور تورونه هم شته.
امنیتي چارواکي زیاتوي، نیول شوي کسان د کشفي ارګانونو تر پلټنو لاندې دي او د دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي بنسټونو ته ور وپېژندل شي. دا په داسې مهال ده چې د کورنيو چارو وزارت امنيتي ځواکونو په مرکز کابل سربېره ګڼو ولايتونو کې د ورته قضيو په تور تورن کسان نيولي او د قانوق منګولو ته يې سپارلي دي.

