د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني د ترکي بیلګیون MVG ساختماني شرکت له عمومي رییس، محمد ویسي او مل پلاوي سره کتلي دي.
د ټولګټو وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې د ترکي شرکتونو او پانکوالو د راجلبولو او د ټولګټو وزارت په زېربنایي او انکشافي پروژو په خاص ډول د سړکونو، پلونو او تونلونو د رغونې په برخه کې د یادو شرکتونو او پانګوالو د پانګونې او ګډون په تړاو خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ټولګټو د وزیر له قوله راغلي چې د تخنیکي ټیم لخوا د یاد وزارت د یو شمېر پروژو په هکله تخنیکي معلومات وړاندې شوي چې ترکي شرکتونه او پانګوال پکې ګډون کولای شي.
د نوموړي په وینا: “ټولګټو وزارت روان کال د ډېر شمېر پروژو کار پیل کړی دی، چې چارې یې عملاً جریان لري.”
ټولګټو وزارت دا هم لیکلي چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه به د دغو پروژو د هوکړې او قرارداد په موخه دوامداره ناستې ترسره کړي.

