ډېر لوستل شوي

سرحدي پولیسو د ۵۰ زرو ډالرو د قاچاق مخه ونیوله؛ دوه مظنونین نیول شوي

د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله عقاب فاروقي وایي چې له اوزبيکستان سره پر پوله پروت ځمکني بندر کې د نږدې ۵۰ زرو امریکایي ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې او په تړاو یې دوه تنه مظنونین هم نیول شوي دي.
د سرحدي پولیسو ویاند ډاډ ورکړی چې د دوی ځواکونه د مسلکي تکړه‌تيا او ملي ژمنتیا په روحیه سمبال دي، او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د هېواد له سرحدي لارو په غیرقانوني توګه توکي یا پیسې انتقال کړي.
چارواکي ټینګار کوي چې د سرحدي ځواکونو تمرکز د قاچاق، غیرقانوني تګ‌ــ‌‌راتګ او مالي جرمونو پر مخنیوي دی، او د دې ډول قضیو پر ضد مبارزه به لا پیاوړې شي.

اړوند خبرونه