کورنیو چارو وزارت وایي چې له تېرو ۷ ورځو راهیسې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۸ کسان د نشهيي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیول شوي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې له نیولشویو کسانو څخه ۵۴ کیلو ګرامه شیشه، له ۱۷۰۰ دانو څخه زیاتې نشهیي ګولۍ او ۱۳ کیلو ګرامه د تېزابو جوړولو مواد ترلاسه شوي دي.
سرچینې لیکلي، دا کسان د ننګرهار امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهیي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو څلورو کلونو راهیسې په دې تړاو سلګونه کسان نیول شوي هم دي.

