د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د کابل ختیځ پُلچرخي سیمه کې د برېښنايي دروازې (ټولګیټ) د جوړېدو چارې ۲۵ سلنه بشپړې شوې دي.
د اعلامیې له مخې چې د دې پروژې د تطبیق لپاره یو کال وخت په پام کې نیول شوی و او اوسمهال یې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره چارې په ښه ډول روانې دي.
سرچینې لیکلي چې د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت تخنیکي ټیم وړمه ورځ د یادې برېښنايي دروازې (ټولګیټ) د جوړېدو چارې له نږدې څارلې، او د قراردادي شرکت له مسوولینو سره یې سپارښتنې شریکې کړې دي.
د اقتصادي معاونیت تخنیکي ټیم ټینګار کړی چې د یادې برېښنايي دروازې چارې دې د معیار او کیفیت په پام کې نیولو سره په ټاکلي وخت بشپړې شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت همدراز لیکلي چې دا برېښنايي دروازه په ۱۱٫۶ جریبه ځمکه جوړیږي چې ۱۶۲ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.

