ډېر لوستل شوي

دایمیرداد ولسوالۍ کې د غرښویېدو له امله عمومي لاره تړل شوې

د میدان وردګو ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ریاست وايي چې دایمیرداد ولسوالۍ په لښکري سیمه کې د واورې او باران له امله غر راښویېدلی او عمومي لاره د خلکو د تګ‌ــ‌راتګ پر مخ تړلې ده.

ياد رياست زیاتوي چې دوی هڅه کوي د اړوندو ادارو په همغږۍ هر څومره ژر چې ممکن وي لاره بېرته د خلکو پر مخ پرانیزي. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې له غزني وروسته تېره شپه د میدان وردګو ولایت په ګڼو ولسوالیو کې د سږکال لومړۍ واوره ورېدلې.

اړوند خبرونه