ډېر لوستل شوي

درې کلن ماشوم د انسان تښتوونکي له منګولو ازاد شو

د غزني امنیه قومندانۍ رسنيز دفتر ویلي چې تېره شپه یو ماشوم چې د کابل له پل محمودخان سیمې څخه یوه خپلوان تښتولی و، امنیتي ځواکونو په غزني کې له یاد انسان تښتوونکي ازاد کړ.

ویل کیږي چې دا انسان تښتوونکی د تښتول شوي ماشوم خپلوان دی او د نوموړي د پلار په نشتون کې یې یاد ماشوم له خپله کوره تښتولی او غزني ته وړی و.

غزني کې امنیتي ځواکونو له خبرېدو سره سم شکمنه سیمه د یوه راپور پر بنسټ تر کنټرول لاندې ونیوه او یاد کس یې له ماشوم سره یوځای د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په پښتون اباد سیمه کې ونیوه.

یاد انسان تښتوونکي د ماشوم له پلاره د لوړ مبلغ د ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه.

د غزني مسوولینو ویلي چې یاد کس یې د جنایي ضد مدیریت ته سپارلی.

اړوند خبرونه