د کندهار د سپین بولدک ـ چمن ترمنځ په وېش، مازل ګلۍ او لقمان کليو کې د افغان او پاکستانيو ملېشو ترمنځ یو ځل بیا درنه جګړه شوې چې ټولټال پکې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امید راډیو خبریال ویلي چې بېګنۍ جګړه د پاکستانیو ملېشو په تېري پیل شوه، افغان پوله ساتي یې هم غبرګون ته اړ کړل او ۴ ساعته یې ونیول.
په زخمیانو کې د یوې ښځې او یو نارینه وضعیت د اندېښنې وړ دی او دا مهال د عینومېني په روغتون کي تر درملنې لاندې دي.
که څه هم اوس جګړه درېدلې، خو د ملکي او ځاني زیانونو وروستي ارقام په لاس کې نشته. یاده دې شي چې دا څویم ځل دی چې پاکستانی لوری د اوربند له تړونه سرغړونه کوي او ملکیان شهیدانوي.

