عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د پکتیا په «ځاځي اریوب» ولسوالۍ کې د درملو او خوراکي توکو له ۶۹ تاسیساتو څخه څارنه شوې ده.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا څارنه د پکتیا ولایت د روغتیا ریاست د خوړو او درملو د څارنې او پلټنې مسوولینو له لوري شوې چې په پایله کې یې ۱۴۰۰ کیلو ګرامه درمل او خوراکي توکي راټول او له منځه وړل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې په دغو له منځهوړلشویو توکو کې ۲۷۴ قلمه له نېټې تېر درمل او ۲۳۱ قلمه خوراکي توکي شامل وو چې د مسوولینو په شتون کې له منځه وړل شوي دي.
ویلو ده چې تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له روغتیايي مرکزونو او درملتونونو څخه د نظارت په پایله کې زرګونه کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل راټول او له منځه وړل شوي دي.

