ډېر لوستل شوي

کندهار کې د قتل پېښه د محکمې د هڅو په پايله کې د بخښنې تر پرېکړې رسېدلې

د کندهار د دامان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د قومي مشرانو او سپین‌ږیرو په منځګړیتوب يوه یوولس کاله پخوانۍ د قتل موضوع حل کړې ده.

د کندهار مقام ولايت د رسنيو دفتر وايي، دا شخړه هغه مهال رامنځته شوې وه چې اتو کسانو یو تن وژلی و، خو پلټنو ښودلې چې د دې پېښې تر مخه د مقابل لوري یو کس هم څوارلس کاله وړاندې وژل شوی و.

د ياد دفتر په وينا، موضوع محکمې ته له راجع کېدو وروسته په دقت څېړل شوې او دواړه لوري د محکمې د هڅو په پايله کې د بخښنې تر پرېکړې پورې رسېدلي دي.

د قومي مشرانو په ګډون جوړې شوې غونډې کې د دواړو کورنیو د رضایت وروسته موضوع په رسمي ډول تړل شوې ده.

د ويلو ده چې ياده شخړه د ځمکې پر سره رامنځته شوې وه چې په کې د دواړو لورو یو ـ یو کس وژل شوی او کورونه يې زیانمن شوي وو.

د کندهار د دامان ابتدائیه محکمه وايي، هڅه کوي د ورته قضیو مخنیوی وکړي او رامنځته شوې ستونزې د سولې، جوړې او خوښۍ له لارې حل کړي.

اړوند خبرونه