ډېر لوستل شوي

د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې بنسټیزې چارې روانې دي

د کابل ښاروالي وایي چې د دې ادارې د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې بنسټیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د کابل ښاروالۍ لیکلي چې په دې چارو کې کیندنې، خاورې لېږدول او هوارول شامل دي.
سرچینې لیکلي چې دا سړک له سرای شمالي سیمې څخه د کوتل تر پورتنۍ برخې پورې ښۍ خوا ته د ۳ زره ۶۴۷ متره په اوږدوالي او ۲۷ متره سور سره ډیزاین شوی دی.
کابل ښاروالۍ همداراز لیکلي چې څه موده وړاندې د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته د یاد سړک د ۱۸۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۲ مترو په سور سره یوې برخې قیر چارې ترسره شوې وې.
دا سړک د کابل ښار له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي او کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې چارې یې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت بشپړې کړي.

اړوند خبرونه