ډېر لوستل شوي

د هېواد په ۷ ګمرکونو کې د اور وژنې ۸ وسایط پېرل شوي 

مالیې وزارت وایي چې د هېواد په ګمرکونو کې د ۲ میلیون ۳۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د اور وژنې ۸ وسایط پېرل شوي دي. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا وسایط د اورلګېدنې له احتمالي ګواښونو څخه د مخنیوي په موخه پېرل شوي دي.  

سرچینې لیکلي چې دا وسایط په ۲۰۲۵ کال کې تولید شوي او هر یو ۱۰ زره لېټره اوبه ځایولی شي.  

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې چې له دغو پېرل شویو وسایطو به د حیرتان، آقینې، ننګرهار، هرات، فراه، نیمروز او کندهار په ګمرکونو کې استفاده وشي.

سرچینې لیکلي چې دا پروژه د اسلامي امارت او ازبکستان هیواد ترمنځ لاسلیک شوې وه چې لګښت یې د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکړل شوی دی.

اړوند خبرونه