ډېر لوستل شوي

هېواد کې د نشه‌يي توکو ۵۶ کاروباریان نیول شوي 

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په پلازمېنه کابل، کندوز، بدخشان، لغمان، کاپیسا، بلخ، بامیان، نیمروز، سمنګان، پکتیکا، خوست او پروان ولایتونو کې ۵۶ کسان د نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیول شوي دي.  

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې له نیول‌شویو کسانو څخه نږدې ۶۷ کیلوګرامه ډول ډول نشه‌یي توکي، یو زر او ۸۵۰ نشه‌یي ټابليټونه او ۱۳ بورۍ د چرسو مواد ترلاسه شوي دي.

سرچینې لیکلي چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته ور وپېژندل شي. 

د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو څه باندې څلورو کلونو راپدېخوا په یو شمېر ولایتونو کې د نشه‌يي توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

اړوند خبرونه