ډېر لوستل شوي

د واورې پر وړاندې د پوځ بشري حماسه؛ حيرتان لويه لاره کې بند پاتې هېوادوال ژغورل شوي

د ملي دفاع وزارت د ٢٠٩ الفتح قول اردو اړوند د دولسمې سرحدي لواء د درېیم کنډک منسوبینو د حيرتان په لويه لاره کې د واورې له امله بند پاتې هېوادوال ژغورلي دي.

د یاد قول اردو دفاعي منسوبین وايي، چې د سختو ژمنيو حالاتو له امله یې د ژغورنې عمليات پيل کړي او لا هم په سيمه کې مرستندويه ټيمونه پر خپل کار بوخت دي.

د معلوماتو له مخې، د ٢٠٩ الفتح قول اردو منسوبین نه یوازې په لويه لاره، بلکې په لرې پرتو سيمو کې هم د واورې له امله زيانمنو او بند پاتې هېوادوالو ته د مرستې رسولو هڅې کوي، تر څو انساني تلفات او مالي زيانونه راکم کړي. چارواکي ډاډ ورکوي، چې د ژغورنې چارې به تر هغه روانې وي، څو ټول بند پاتې هېوادوال خوندي سيمو ته ولېږدول شي.

اړوند خبرونه