ډېر لوستل شوي

امريکا کې د سخت توپان له امله ۱۵۷ ميليونه وګړو ته د خطر خبرداری ورکړل شوی

د امريکا متحده ايالتونو کې سخت توپان او پراخو لارو کنګل کېدو د دې هېواد د ميليونونو اوسېدونکو پر ورځني ژوند ژور اغېز کړی دی.
د رويټرز خبري آژانس د امريکا ملي هواپېژندنې ادارې په حواله ويلي، چې شاوخوا د ۱۵۷ ميليونو تنو د سختې يخنۍ او خطرناکو موسمي حالاتو د احتمالي اغېزو په تړاو خبرداری ترلاسه کړی دی.
راپور زياتوي، چې ياد توپان د امريکا نږدې يو پر درېيمه برخه خاوره تر خپل اغېز لاندې راوستې، چې له امله يې د برېښنا پر شبکو سخت فشار رامنځته شوی او د سفرونو په برخه کې د پراخو او اوږدمهالو ګډوډيو اټکل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، په امريکا کې د جمعې له ورځې راپدې خوا د توپان له پيل سره سم، په يو شمېر ايالتونو کې د واورو سخت ورښت ثبت شوی، چې اندازه يې تر يو فوټه (شاوخوا ۳۰ سانتي‌متره) يا تر دې هم زياته رسېدلې ده.

اړوند خبرونه