د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېعالله ابراهیمي وایي، امید رسنیزې شبکې په لنډ وخت کې د خپلو رسنیزو خدمتونو له لارې د ولس په زړونو کې ځانته ځانګړی ځای پیدا کړی دی.
ښاغلي ابراهيمي د اميد رسنيزې شبکې او د کابل پوهنتون په ګډون له يو شمېر تحصيلي بنسټونو سره د ګډ درېاړخیز هوکړهلیک د لاسلیک پر مهال زیاته کړې، چې د همدې ډول پروګرامونو او هوکړهلیکونو له لارې به د ځوانو کدرونو په روزنه او ظرفیت لوړونه کې مهم او اغېزمن ګامونه واخیستل شي.
د سمېعالله ابراهيمي په وينا، اسلامي امارت د بېروزګارۍ د مخنیوي لپاره پراخې هڅې روانې کړې دي او دا مهال هغو ژورنالېستانو ته چې بېدندې پاتې شوي وو، لنډمهاله او دایمي کاري فرصتونه برابر شوي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند همداراز ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د خصوصي سکتور بشپړ ملاتړ کوي او هڅه کوي د خصوصي سکتور له لارې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
نوموړي «رسنۍ» د کارموندنې په برخه کې مهمې بللې او زياته کړې يې ده، چې رسنۍ کولای شي د خلکو د ذهنیت بدلون او ظرفیت لوړونې په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
هغه د خبرو په پای کې خوښي څرګنده کړې، چې د امید رسنیزې شبکې او پوهنتونونو ترمنځ نن ګډ درېاړخیز تړون لاسلیک کېږي، چې دا به د ځوانانو د مسلکي ودې لپاره یو مهم ګام وي.

