ډېر لوستل شوي

سږ کال به هرات ولایت کې څه باندې ۱٫۵ میلیون بېلابېل نیالګي کېنول شي

د هرات مسوولین وایي چې د یاد ښار په شیدایي پارک کې د ښاروالۍ ریاست له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې دا کمپاین نن (دوشنبه) پیل شوی او ټاکل شوې چې په ښاري سیمو او شیدايي پارک کې به څه باندې ۲۸ زره بېلابېل نیالګي کېنول شي.
سرچینې لیکلي چې په دغو ۲۷ زره او ۵۰۰ نیالګیو کې به د ناجو، سرو او بېلابېلو ګلانو او زینتي بوټو نیالګي شامل وي، او شاوخوا ۲۰۰ زره د زینتي ګلانو قلمې د تکثیري ګلخانو کې چمتو شوي دي.
د هرات ولایت مقام همداراز لیکلي، ټاکل شوې چې سږ کال په هرات ولایت کې له ۱٫۵ میلیون زیات مثمر او غیرمثمر نیالګي په ښار او ولسوالیو کې کېنول شي.
بلخوا د هرات ولایت سیمه‌ییزې ادارې د دغه ولایت له فرهنګپالو اوسېدونکو غوښتي چې د نیالګیو کېنولو کمپاین کې فعاله ونډه واخلي او په خپل ژوند چاپېریال کې د نیالګیو کېنولو له لارې د شنو سیمو پراختیا او د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

اړوند خبرونه