ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې

د کیلو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د ننګرهار ولایت په «روداتو» ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.
امید راډیو ته د یاد وزارت په رالېږل‌شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا شبکه د ۳٫۹ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
د سرچینې په وینا، په یاده شبکه کې د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۱۱۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۱۸ سولري تختو نښلول او د ۳،۵ کیلومترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي .
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دې شبکې د کار په بهیر کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د نوموړې ولسوالۍ ۳۵۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.

اړوند خبرونه