د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ستر امنیتي معینیت اړوند د پلان او عملیاتو لوی ریاست د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجنیرۍ ریاست له لوري د جېمر دستګاوو د وېش او تنظیم نوی لارښود منظور شوی دی.
ياد وزارت وايي، ټول اړوند اشخاص او بنسټونه چې په خپلو وسایطو کې د جېمر دستګاوو د نصب او کارونې غوښتنه لري، باید د جواز ترلاسه کولو لپاره د کورنیو چارو وزارت د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجنیرۍ ریاست د جېمرونو د تنظیم مدیریت ته مراجعه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، هغه جوازونه او اسناد چې له یادې مرجع پرته صادر شوي وي، قانوني اعتبار نه لري او په ټول هېواد کې د جېمر دستګاوو د کارونې د جواز ورکولو یوازینۍ باصلاحیته اداره د کورنیو چارو وزارت بلل شوې ده.
همداراز ویل شوي، چې د ملي دفاع وزارت او د استخباراتو لوی ریاست په دې برخه کې د خپلو ځانګړو مقرراتو تابع دي.

