په کندهار ولایت کې د ۲۰۵ البدر قول اردو ویلي چې دفاعي ځواکونو د بولدک ولسوالۍ په مازل ګلۍ سیمه کې د سپینو زرو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده.
يادې قول اردو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دفاعي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۳۸ زره ګرامه سپین زر کشف او ضبط کړي او په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.
د اعلامیې له مخې، نیول شویو کسانو غوښتل دا سپین زر پاکستان ته قاچاق کړي، چې تر نیول کېدو وروسته تر نورو څېړنو لاندې دي.
مسوولینو ټینګار کړی چې دفاعي ځواکونه به د قاچاق او ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

