د بلخ ولايت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې فاریاب کې د شماللوېدیځ زون د پنځو ولایتونو، بلخ، سمنګان، فاریاب، سرپل او جوزجان د والیانو، امنیه قومندانانو او د استخباراتو د رییسانو ترمنځ د همغږۍ پرلپسې شپږمه غونډه شوې. وړاندې ویل شوي چې په دې ناسته کې د بېلابېلو موضوعات په اړه خبرې شوې دي.
دې غونډه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې سره سم ټینګار شوی، تر څو هغه لوحې چې د اسلامي امارت له راتګ مخکې په پښتو، دري یا ازبکي ژبو لیکل شوې، باید پر خپل حال پاتې او ژبې یې بدلې نه شي.
د بلخ ولایت له مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، دغه ولایت کې له کډوالۍ د راستنو شویو کورنیو ماشومانو لپاره د یوې ځانګړې دیني مدرسې د جوړېدو په اړه هم ګډونوالو ته معلومات وړاندې شوي. وړاندې د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس د ټولو ولایتونو والیان مکلف شوي، په کومو ولایتونو کي چي د مهاجرینو لپاره ځمکه موجوده نه وي، په همجواره او د یادو ولایتونو په زونونو کي د مهاجرینو د ښارګوټو لپاره د ځایونو برابرولو او په نورو برخو کي د مهاجرینو د عالي کمېسیون سره پر همکارۍ ټینګار شوی.
د غونډې په پای کې د نورو ورته ناستو پر لا اغېزمنیتا او پوره پاملرنې تاکید شوی.

