ډېر لوستل شوي

د ماین پاکۍ نړیواله ورځ؛ “تر اوسه ۴۵۲۱۰ ماینونه له منځه وړل شوي”

د ماين پاکۍ د چارو د همغږۍ رييس نورالدین رستم‌خېل د «ماينونو د خطر د پوهاوي او ماين پاکۍ نړیوالې ورځې» په مناسبت غونډه کې ويلي، چې د تېرو څلورو لسیزو راپدې خوا افغانان د ماینونو له جدي خطر سره مخ دي.

د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د ښاغلي رستم‌خېل په حواله ويلي، چې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې ۱۵۵ ټیمونه د ماینونو د ایستلو په چارو بوخت دي، خو لا هم ۱۴۳ کیلومتره ځمکه په ماینونو ککړه ده.

د نوموړي په وينا، تر اوسه ۴۵۲۱۰ ماینونه له منځه وړل شوي او ۲ میلیونه کسانو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی دی. د ماين پاکۍ د چارو د همغږۍ رييس ټینګار کړی، چې د ماینونو د خطر د پوهاوي او پاکۍ چارو ته دايمي پام‌لرنه د خلکو د امنیت او ژوند د خونديتوب لپاره حیاتي اهمیت لري.

اړوند خبرونه