د فبروري ۱۳مه په ټوله نړۍ کې د راډیو د ورځې په نوم نمانځل کیږي. دا ورځ په ۲۰۱۱ کال کې د یونیسکو لهخوا په رسمي توګه ونومول شوه، چې له هغې وروسته په ټولو هېوادونو کې دغه ورځ هر کال د رسنیو د کارکوونکو لهخوا په ډول ډول مراسمو نمانځل کېږي.
د نړۍ پر فضا د راډیويي څپو له نشرېدو پوره ۱۳۰ کاله تېرېږي؛ خو افغانستان کې د راډیو مخینه شاوخوا یوې پېړۍ ته رسیږي.
په افغانستان کې راډیو په لومړي ځل په ۱۳۰۹ لمریز کال د هغه مهال د شاه امان الله خان په دوره کې خپرونې پیل کړې، چې هغه مهال د ‘کابل راډیو’ په نوم یادېده؛ خو د لسیزو په تېرېدو دې راډیو د وخت د حکومتونو له پرځېدو سره نه یوازې خپل نوم بدل کړ، بلکې د خپرونو منځپانګه به هم د حکومتونو د ګټو او اجنډا پر اساس چمتو کېدله.
دا چې اوس ډیجیټل رسنیو ټوله نړۍ پر سر اخیستې او هر کس نوی خبر او نوې اطلاع یوازې د موبایل د ښېښې په کشولو ترلاسه کوي؛ خو د نړۍ د دومره پرمختګ باوجود راډیو په بشپړ ډول خپل ارزښت نه دی بایللی. خواله رسنیو کې نوښتونو او چټکو بدلونونو رسنیو ته نوی تګلوری ورکړ؛ خو د اخبار مینهوالو اخبارونه د خاورو او دوړو خوراک نه کړل او همداراز د راډیو اورېدونکو د څنګ ملګرې له ځان څخه لرې نه کړه.
افغانستان د اسیا لویې وچې هغه هېواد دی چې لا یې هم لرې پرتې سیمې د خپل هېواد او نړۍ پر اوضاع د پوهېدنې په پار راډیو اوري.
امید راډیو هم د افغانستان د رسنیو په غولي کې درې کاله وړاندې را زرغونه شوه او د رهبري او کاري ټیم په مرسته یې یوازې په درېیو کالونو کې د هېواد هرې سیمې ته ریښې وغځولې. امید راډیو اوسمهال نږدې په ټول افغانستان کې اورېدل کیږي او میلیونونه اورېدونکي لري.
د امید راډيو اداري او نشراتي کارکوونکو هڅه کړې، چې د یوې رسنیزې شبکې په بڼه خپلو هېوادوالو ته راډيويي، ویډيويي، انځوریز او متني نشرات د اسلامـي، ملي او سوچه افغاني ارزښتونو په رڼا کې وړاندې کړي.
امید راډیو اوس یوازې یوه اوریزه رسنۍ نه ده؛ بلکې د پراخو نوښتونو په مټ یې یوې رسنیزې شبکې ته ارتقا کړې ده.
د امید راډیو رهبري او کارکوونکي ژمن دي، چې د تېر په څېر او له تېر څخه په لا نوښت سره به د ولس لپاره د رسنیز چوپړ، ټولنه کې د رسنیزې خلا په ښه ډول ډکولو او حکومت ـ ولس د ښې همغږۍ لپاره خپلو فعالیتونو ته په لوړ مورال سره دوام ورکړي.

