د متحده عربي اماراتو د افغانستان د کاپیسا ولایت په وروستۍ ځمکې ښوېدنه کې د اوښتې مرګژوبلې له امله له افغان ولس سره بشپړه خواخوږي او ملاتړ څرګند کړی دی.
د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويل شوي، متحده عربي امارات د پېښې له قربانیانو او د هغوی له کورنیو، د افغانستان له ولس او حکومت سره خپله ژوره خواخوږي شریکوي او ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا هیله څرګندوي.
په خبرپاڼه کې همداراز ټینګار شوی چې متحده عربي امارات په ورته سختو حالاتو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی او د بشري همدردۍ او مرستو دوام ته ژمن دی.

