ډېر لوستل شوي

“د درملو د بیو ټاکلو جوړه‌شوې لایحه به ژر تطبیق شي”

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، مولوي حمدالله زاهد وایي، د درملو د بیو ټاکلو جوړه‌شوې لایحه به ژر تطبیق شي او په هېواد کې به په لوړه بیه د درملو پلورلو مخه ونیول شي.
ښاغلي زاهد خبرداری ورکړی چې که له بهر څخه فرمایشتي او کم‌کیفیته درمل وارد شول، اسلامي امارت به شرکت او فابریکه تور لېست ته اضافه کړي.
د خوړو او درملو مرستیال همداراز ویلي چې له پاکستان څخه د درملو پر واردېدو ځکه بندیز لګېدلی چې ځینو درملو یې د ګټې پرځای زیان‌رسوونکي وو چې په دې برخه کې ځینې کره اسناد هم لري.
مولوي حمدالله زاهد له هېوادونو غوښتي چې هېواد ته باکیفیته درمل وارد کړي، او ټینګار کوي چې که واردېدونکي درمل باکیفیته نه وي، د رالېږد اجازه به ورنکړل شي.

اړوند خبرونه