ډېر لوستل شوي

د روفي نړیوال ګروپ مسوول: د انټي‌بیوتیکونو پر ځای به ځینې بدیل درمل وړاندې شي

د روفي نړیوال ګروپ مسوول سید عباس روفي وايي، چې د درملو سکتور د میلیونونو هېوادوالو له ژوند سره تړاو لري او اړتیا ده، چې دې برخې ته جدي پام‌لرنه وشي.
روفي ټینګار کړی، چې پانګوال باید د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او داسې درمل هېوادوالو ته وړاندې کړي، چې اړتیا ورته وي.
د اميد راډيو خبريال د «روفي ګلوبل ګروپ(RGGC) په نوښت د ۲۰۲۶ كال د درملو صنعت د نوښت او همكارۍ سرمشريزه» کې د ياد ګروپ مسوول په حواله ويلي، چې د انټي‌بیوتیکونو پر ځای به ځینې بدیل درمل هم وړاندې شي، څو د هېواد د راتلونکې لپاره اغېزمن ثابت شي.
د نوموړي په وینا، له هندوستان څخه ۲۰۸ قلمه درمل پېرل شوي، چې لومړۍ جوپه یې هېواد ته رسېدلې او هڅه کوي، په دې برخه کې خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.

اړوند خبرونه