د کراچۍ ښار کې د افغانستان د جنرال کونسلګرۍ د هڅو په پايله کې، د افغان کډوالو له توقيف مرکزه ۱۰۵ تنه افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د يادې کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، ازاد شويو کسانو کې دوه ښځې او لس ماشومان هم شامل دي، چې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د پاکستان د پوليسو له لوري تر نيول کېدو وروسته د کډوالو په توقیف مرکز کې ساتل کېدل.
د خبرپاڼې له مخې، دغه افغانان د سند او بلوچستان ايالتونو په لارو کې د امنيتي ستونزو له امله نيول شوي او بنديان وو.
د افغانستان جنرال کونسلګرۍ ويلي، تازه ازاد شوي افغان وګړي د سپين بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم له پاکستاني زندانونو څخه تر ۲۰۰ زيات افغان کډوال تر ازادېدو وروسته افغانستان ته راستانه شوي وو.

