ډېر لوستل شوي

مفتي احمدالله احمدي: اوس په کابل کې د پخوا په څېر د روږدو کسانو راټولېدل نه لیدل کېږي

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د عملیاتي چارو رييس مفتي احمدالله احمدي وایي، چې دا مهال په هېواد کې د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې لپاره مناسب فرصت رامنځته شوی او دا د ټولو ګډ مسوولیت دی، څو د دې پدیدې پر وړاندې جدي مبارزه وشي.
د اميد راډيو خبريال د کورنيو چارو وزارت د «نشه‌یي توکو د استعمال د زیانونو په اړه د پوهاوي پروګرام» کې د ښاغلي احمدي په حواله ويلي، چې اوس په کابل کې د پخوا په څېر د روږدو کسانو راټولېدل نه لیدل کېږي او که داسې پېښې رامنځته شي، اړوند بنسټونه یې ژر تر ژره د درملنې لپاره اقدام کوي.
د عملیاتي چارو رييس مفتي احمدالله احمدي په وينا، تر اوسه د نشه‌یي توکو پر ضد زرګونه عملیات ترسره شوي او د ګڼ شمېر روږدو کسانو درملنه شوې ده.
نوموړي همداراز له نشه‌يي توکو څخه د پاک افغانستان درلودو په موخه د علماوو او قومي مشرانو پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه