د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو په دوام، تازه روسي چارواکو ویلي چې په «هرمز تنګي» کې به د ایران، روسیې او چین ګډ نظامي تمرینات پیل شي.
په راپورونو کې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د امنیتي سلاکار «نیکلای پاتروشف» په حواله ویل شوي چې دا ګډ نظامي تمرینات په هرمز تنګي کې د سمندري امنیت ټینګښت او د نظامي همکاریو د پراختیا په موخه کېږي.
که څه هم تر اوسه په هرمز تنګي کې د دې ګډو نظامي تمریناتو د پیل نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو د راپورونو له مخې چې د روسیې، چین او ایران جنګي بېړۍ سیمې ته استول شوې دي.
د مسکو له لوري د دې ګډو نظامي تمریناتو د پیل خبر داسې مهال ورکول کېږي چې په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې په بېساري ډول ترینګلې شوې، او د امریکا جنګي بېړۍ د ایران اوبو ته نږدې ځای پرځای شوې دي.
د یادولو ده چې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ په ایران کې له وروستیو خونړیو لاریونونو وروسته لا پسې زیات شو او دواړو هېوادونو یو د بل پر وړاندې د پوځي اقدام خبرداري هم تبادله کړي دي.

