د ٢٠٩ الفتح قول اردو مطبوعاتي مسوولینو د یادې قول اردو د سیمه ییز پوځي ښوونیز مرکز څخه د شپې دوربین له مسلکي یو نیم میاشتنیو زده کړو د ۱۵۰ تنو د فراغت خبر ورکړی دی.
یاد کسان نن (سه شنبه، سلواغې ۲۸مه) له خپلو مسلکي زده کړو فارغ او بري لیکونه یې ترلاسه کړي دي.
ددغو فارغینو په فراغتغونډه کې د ملي دفاع وزارت بېلابېلو مسوولینو برخه اخیستې وه او په جزوتامونو کې یې د دوربین زده کړې اړینې بللې وې.
یاده دې شي چې د ملي دفاع وزارت په اډانه کې له بېلابېلو ښوونیزو مرکزونو تر دې وړاندې هم سلګونو تنو مسلکي زده کړې بشپړې کړې وې.

