ډېر لوستل شوي

د عامې روغتيا وزير: هېواد کې د ټولو ناروغیو د درملنې لپاره دننه اسانتیاوې برابروو

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي خوښي څرګنده کړې، چې د تخصصي زده‌کړو له ۲۶ بېلابېلو رشتو د ۵۰۳ تنو په فراغت‌غونډه کې يې ګډون کړی دی.

د اميد راډيو خبريال په دې فراغت‌غونډه کې د ښاغلي جلالي په حواله ويلي، د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د جوړېدونکو روغتونونو لپاره هر روغتون څلورو متخصصینو ته اړتیا لري، او اسلامي امارت هڅه کوي، چې د ټولو ناروغیو د درملنې لپاره په هېواد دننه لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د عامې روغتيا وزير له فارغ شويو متخصصینو غوښتي، چې له ناروغانو سره د نبوي اخلاقو له مخې او د کورنۍ د غړي په څېر چلند وکړي.

اړوند خبرونه