ډېر لوستل شوي

شیخ عبدالباقي حقاني: زده‌کړې باید د پوهې لپاره وي، نه د سند لپاره

د ازموینو ملي ادارې رييس شیخ عبدالباقي حقاني وايي، په افغانستان کې په تېرو وختونو کې روغتیاپالانو ته لازم وضعیت او امکانات برابر نه وو او له همدې امله ګڼې ستونزې له پخوا پاتې دي.

د اميد راډيو خبريال د «شاوخوا ۵۰۰ متخصصینو د تخصص په فراغت‌غونډه» کې د ښاغلي حقاني په حواله ويلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د روغتیاپالانو لپاره ښه کاري شرایط او اسانتیاوې برابرې کړي.

د ازموینو ملي ادارې رييس ټینګار کړی، چې زده‌کړې باید د پوهې د ترلاسه کولو لپاره ترسره شي، نه یوازې د سند لپاره.

شيخ عبدالباقي حقاني د مسلکي وړتياوو د لوړولو پر اهميت ټينګار کړی او زیاته کړې يې ده، له نورو هېوادونو سره د افغانستان توپیر دا دی چې هغوی د پوهې ترلاسه کولو ته لومړیتوب ورکوي، خو دلته ډېری وخت د سند لپاره هڅې کېږي.

اړوند خبرونه