د بلوچستاني وګړو له ډله ییزو تهاجمي بریدونو او د پاکستاني رژیم پر نظامي چوڼیو او بیا په وروستیو کې اسلام اباد کې د اهل تشیع پر یوه جومات تر برید وروسته، یو ځل بیا پاکستانيو نظامیانو او یو شمېر بانفوذو څېرو تېرې محاسبې راسپړلي او د وجدان قاضي دې ته اړ کړي چې پر هغو ترخو واقعیتونو خولې پرانیزي چې دې رژیم د افغانستان په حق کې کړي دي. د پاکستان د برحاله دفاع وزیر په ګډون، د ځینو ګوندونو مشران او لیکوالان په ځغرده وایي چې پاکستان د هغو ناوړه سیاستونو قرباني شوی چې دې هېواد د امریکا او لوېدیځ د خوښۍ په موخه په افغانستان کې پلي کړي دي.
همدارنګه په وورستیو کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هم د ملي دفاع وزارت اړوند د حضرت معاذ بن جبل رض ملي نظامي اکاډمۍ څخه د ۱۷مې دورې د فارغانو په مراسمو کې هراړخیزه وینا وکړه او په نامستقیم ډول یې پاکستان هېواد د افغانستان په تړاو د ناوړه سیاستونو هغو بدو عواقبو ته متوجه کړ چې لا یې هم په افغانستان کې د پلې کېدو په لټه کې دی. د ښاغلي برادر دا تشبیهي تمثیل د ډېرو رسنیو او د چارو پوهانو پام ځان ته را واړاوه چې ګوندې افغانستان کومه غوړه ګوله نه ده، چې د نویو زېږېدلو ماشومانو خوراک دې شي، بلکې تر زقومو ترخه ګوله ده چې د سړي ستونی ورڅېري. ښاغلي برادر آخوند وویل، اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې په سیمه ییز او نړیوال مشارکت باور لري او د خپلو اصولو په چوکاټ کې له هر هېواد سره تعامل ته ژمن دی. هغه ټینګار وکړ، چې د اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره لازمه ده څو هېوادونه د یو او بل ارزښتونو او حساسو حریمونو ته درناوی ولري.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پانګوالو ته زیری ورکړ، چې په نږدې ورځو کې به اسلامي امارت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په نویو سکټورونو کې د پانګونې اندازې ته په کتو له یو تر پنځو کلونو پورې بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي. د هغه په خبره، په دې سره به له یوه لوري نوي سکټورونه پرمختګ وکړي او له بل لوري به د هېواد په اقتصادي وده او خودکفایۍ کې د پام وړ اغېز ولري. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته جدي لارښونې شوي چې د کوچني، متوسط او لوی صنعت لپاره د ځمکو د توزیع پروسه ګړندۍ او لازم امکانات ورته برابر کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال همداراز وویل، چې د اسلامي امارت سیاست کاذب نه دی او ننني افغانستان خپلې پالیسۍ پر هغو نهادونو بناء کړې دي، چې اساس یې اسلامي شریعت دی. هغه زیاته کړه: «افغانستان نه چا ته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني. خو که څوک ناولې ارادې ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي. تاریخ ګواه دی چې دا هېواد غوړه ګوله نه؛ بلکې د زقوم ونه ده؛ د مُعَمَّرو امپراتوریو مرۍ یې ور ترخې کړې، نو مولود ماشومان به یې هېڅکله هضم نه سي کړای.» د امید راډیو خبریال چې ددې مراسمو د پوښښ په پار دې غونډې ته تللی و، د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له خولې یې لیکلي: چې افغانستان نه چاته زیان رسوي او نه د چا زیان مني، خو که چا د زیان رسولو هڅه کړې وي، نو بې ځوابه نه دي پاتې شوي. ښاغلي برادر ټینګار کړی، چې هېوادونه باید د سیاسي تعامل له مخې له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې پراخې کړي او د سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره د افغان حکومت له پالیسي سره سم په همغږۍ کار وکړي.
دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت استازي او ویاند مولوي عنايتالله خوارزمي له افغان خاورې د هر ډول ګواښ شتون او نیت رد کړ. د ملي دفاع وزارت وياند د ګاونډيو هېوادونو وروستۍ ټولې ادعاوې رد کړې او په ټينګار سره يې ويلي، په افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته او نه هم څوک کولی شي افغان خاوره د ورانکارو کارونو لپاره وکاروي.
مورخ او د چارو پوه محمد زمان مزمل په یوه پوډکاسټ کې ویلي چې له عمران خان پرته پاکستان داسې کوم مشر ونه موند چې حداقل رغنده او مثبت فکر یې لرلی وي. ده ویلي چې پاکستان په خپل ټول عمر کې هم د افغانستان په تړاو ښه نیت نه دی ښودلی. نوموړی وړاندې وایي چې افغانستان هېڅکله هم د پاکستان پر وړاندې د بدمعاشۍ خبره نه ده کړې او تل یې ښه نیت ښودلی.
د پوهنتون پخوانی استاد او فرهنګي شخصیت محمد اسماعیل یون زیاتوي چې پاکستان د ملت پر اساس جوړ شوی نه دی، بلکې د پوځ یوه پروژه ده. د نوموړي په خبره پاکستان له متلاشۍ سره مخ ده او هلته پراته لوی قومونه خپل حق، ژبه او هویت غواړي.
خبریال میرویس ستانکزی زیاتوي چې د پاکستان ستونزه په کابل او نوي ډهلي کې نه ده، بلکې داخل د پاکستان کې ده او دلیل یې د قومونو سرکوبول او له اساسي حقونو بې برخې کول دي. د نوموړي په خبره پاکستان کې مېشت قومونه له پاکستاني حکومته متنفر دي او هلته خودجوشه غورځنګونه راټوکېدلي دي.
دا یوازې افغان حکومت، افغان شخصیتونه او نړۍ نه ده چې پاکستان یې بیا بیا خپلو اشتباهاتو او د تېریو پایلو ته متوجې کړی؛ بلکې داسې ښکاري چې اوس پاکستان هم پوه شوی چې د لویو قدرتونو له لوري ترې یوازې د تشناب کاغذ په څېر استفاده شوې ده. دوی براعلا وایي چې دا هر څه یې د اسلام، ورورګلورۍ او ګاونډیتوب په نیت نه دي کړي؛ بلکې یوازې یې د امریکا او لوېدیځ فرمایشونه منلي دي او خپل هېواد یې د افغانستان لپاره د خېز تخته ګرځولې وه. وروستی اعتراف تېره اونۍ د پاکستان د برحاله ملي دفاع وزیر له لوري واورول شو. دی زیاتوي چې د افغانستان په حق کې غرب ترې یوازې د تشناب کاغذ په څېر ګټه واخیسته او بیا یې له دوی مخ وګرځاوه. خواجه اصف وړاندې ویلي چې د پاکستان د وخت دکتاتورو پوځي جنرالانو افغانستان کې د ورور وژنې د پروژو په مټ خپل ځان ته مشروعیت لټاوه. خواجه اصف په پای کې وویل، ((تر څو چې موږ خپلې تېروتنې ونه منو او له تاریخ سره په رښتیني ډول مخامخ نه شو، د تروریزم او بېثباتۍ ستونزې به دوام لري. موږ باید له تېروتنو زده کړه وکړو او له خپلې ځمکې، تاریخ او ملي ارزښتونو سره بیا تړاو پیدا کړو.))
د پاکستان د علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضلالرحمن تېره (یکشنبه) په یوه غونډه کې د خپل حکومت پر پالیسو په نیوکې سره ویلي: دا ډېره جالبه ده چې له افغانستانه یو انار هم پاکستان ته نشي وړل کېدلی خو په خبره یې، د پاکستان حکومت وايي چې «ترهګر» له افغانستانه ورځي؟ هغه ویلي: «که له افغانستانه ترهګر راځي، نو ولې یې نه دروئ؟ هغوی خو له تاسو هیڅ شکایت هم نه دی کړی.» نوموړي، د پاکستان په حکومت کې داخلي مخالفتونو ته په اشارې ویلي، د دغه هېواد یو جنرال وايي چې له افغانستان سره باید خبرې وشي، خو بل یې بیا وايي چې نه، باید جګړه وشي. مولانا فضلالرحمن دغه راز د پاکستان د بد اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنې په شریکولو سره زیاته کړې، د پاکستان خلک او پیسې بهر ته روانې دي او په خبره یې چې د ایران، هند، چین او افغانستان اقتصادي حالت د دغه هېواد له اقتصادي حالت ښه دی.
د خواجه اصف او مولانا فضل الرحمان ورهاخوا د پښتونخوا او پاکستان ګڼې سیاسي څېرې او پخواني چارواکي هم پر دې تریخ حقیقت اعتراف کوي چې پاکستان د افغانستان په حق کې تل تېری کړی او نن هماغه کښت ریبي چې لسیزې وړاندې یې کرلی و. د دوی له ډلې سیاسي څېره، لیکوال، شاعر او پخوانی سناتور افراسیاب خټک په یوه مرکه کې ویلي، چې پاکستان تل په افغانستان کې جنګ ته لمن وهلې ده. ښاغلي خټک ویلي: « پاکستان په اویاوو کلونو کې د افغانستان هېڅ حکومت سره جوړ نه و.» د نوموړي په وینا افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې اصلي عامل بهرنۍ پروژې دي او دا هېواد په اسیا کې د غرب لومړی سنګر دی.
د پاکستان د جماعت اسلام ګوند یوه غړي مفتي حمدالله خپل د بهرنیو چارو وزیر مخاطب کړی او ویلي یې دي: «ایا تاسو هغه خلک نه یاست چې پر افغان خاوره مو ۵۷ زره هوایي بریدونه کړي؟ »
خو د دومره تېریو او ننګونو سربېره د پاکستان د زوکړې له ورځې تر ننه افغانستان په دې هېواد نه دي بلوسلي او تل یې د ګاونډیتوب اړیکه ساتلې او تقدم یې ورکړی دی. دا نه یوازې پاکستان دی، بلکې افغانستان په خپل ویاړلي تاریخ کې هېڅکله پرته له موجه دلیله پر بل هېواد نه دي ترپللي؛ خو برعکس پاکستان د زوکړې له ورځې تر ننه په افغانستان کې د هر ډول نظام پر ضد خپلې توطیې پاللي دي او هېڅ حکومت یې ځان بسیاینې او ټیکاو ته نه دی پریښی. د پاکستان هر پوځي رژیم دا منلې چې یو پیاوړی افغانستان د دوی په زیان دی او یو په پښو ولاړ افغانستان کولی شي چې د دوی له خولې هغه غوړه ګوله راوباسي چې د افغانانو حق کیږي.
داسې ښکاري چې د پاکستان اوسنی پوځي رژیم له متلاشي کېدو سره مخ دی او خپلو ناوړه سیاستونو یې پر تابوت مېخونه ټک وهلي دي. دې رژیم نه یوازې د ګاونډیو د حقونو ساتنه کړې؛ بلکې د خپلو خلکو له خولې یې هم ګوله اېستي، هغه یې پر پنجابي وګړو خوړلې او له پنجاب پرته د نورو سوبو غږ یې په ټوپک ورغلی کړی. اوبو وړی پاکستان اوس هڅه کوي چې له هرې الې په استفادې ځان ته نجات ورکړي او آن د خپل نجات لپاره ځګ ته هم لاس اچوي؛ چې ګوندې له غرقېدو یې وساتي. دې رژیم ته افغانستان، هندوستان، ایران، بنګله دېش او نور هېوادونه ګواښ نه دي او نه هم دا هېوادونه دومره سپین سترګي دي چې له کومې ټاکلې توجیه پرته پر پاکستان وروبلوسي، خو داسې بریښي چې پاکستاني رژیم خپل اویا کلن عمر د خپلو ناوړه سیاستونو قرباني کړ. اوس به پاکستان له دننه متلاشي کېږي او یقیني دې اوسي چې ځګ ته لاس اچول، نجات نه شي وربښلی.
#امیدراډيو

