ډېر لوستل شوي

میدان وردګو کې د «چک ـ دایمیرداد» سړک د جوړېدو تړون شوی

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د میدان وردګ ولایت د چک او دایمیرداد ولسوالیو ترمنځ د ۶۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې پروژه د ۲ میلیارده او ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره تړون شوې او ټاکل شوې عملي چارې یې ژر پیل شي.

ياد وزارت وايي، دا سړک د چک ولسوالۍ څخه تر دایمیرداد ولسوالۍ پورې غځېدلی او د لارې په اوږدو کې به یو شمېر اړین تاسیسات او مصنوعي ساختمانونه هم جوړ شي. چارواکي وايي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د تګ‌ــ‌راتګ اسانتیاوې زیاتې شي او د کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد بهیر به هم چټک او اسانه شي، چې ورسره به د سیمې اقتصادي فعالیتونو ته وده ورسېږي.
#امیدراډیو

اړوند خبرونه