راپورونه ښيي چې د اسلامي امارت له لوري د نشهیي توکو پر کښت او قاچاق تر بندیز وروسته، اوس د دغو توکو تولید تر ډېره د ډیورنډ فرضي کرښې ها غاړې ته انتقال شوی او له هماغه ځایه بازارونو ته وړاندې کېږي.
د فرانس ۲۴ راپور له مخې، په پاکستان کې چې لا دمخه میلیونونه کسان د نشهیي توکو په استعمال روږدي شوي، د تولید دا تازه څپه ښايي پر دغه هېواد پراخې او وېرانوونکې اغېزې ولري. راپور زیاتوي چې د نشهیي توکو د تولید او قاچاق زیاتوالی به نه یوازې د روغتیايي ستونزو د ډېرېدو لامل شي، بلکې ټولنیز او اقتصادي زیانونه به هم ورسره مل وي.

