ډېر لوستل شوي

لغمان کې د نشه‌يي توکو د پېر، پلور او قاچاق په تړاو څلور تنه نیول شوي

د لغمان ولایت د امنـیه قوماندانۍ مسوولین وايي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د تېرو عملیاتو پر مهال څلور تنه د نشه‌يي توکو د پېر، پلور او قاچاق په تور نیولي دي.

د ځايي مسوولینو په وینا، دغه کسان د مرکز مهترلام ښار او د الینګار ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د نیول شويو کسانو څخه ۱۱ ګرامه شېشه، ۱۳ ګرامه چرس، ۱۲ «ټابلېټ‌کا» او «زیکپ»، ۳ ګرامه هیروېین او یو سیټ ځیرک موبایل هم ترلاسه شوي، چې دا مهال تر لومړنیو څېړنو لاندې دي او ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي. د لغمان امنیه قوماندانۍ ډاډ ورکړی، چې له نشه‌يي توکو او نورو جرمي فعالیتونو سره به جدي او پرېکنده مبارزه دوام ولري.

اړوند خبرونه