سرچینو امید راډیو ته ویلي چې پاکستاني جیټ الوتکو نن شپه(شنبه، کب درېیمه) د پکتیکا په ارګون او برمل ولسوالۍ، د ننګرهار په خوګیاڼو او همداشان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو هوایي بریدونه کړي دي.
له ننګرهار څخه د امید راډیو خبریال د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ د کوز بهار د اوسېدونکو له قوله ویلي چې هلته لومړی د ډرون الوتکو غږونه اورېدل شوي او بیا چاودنې رامنځته شوي دي.
تراوسه ددې بریدونو د څرنګوالي او مرګ ژوبلې په تړاو وروستي ارقام په لاس کې نشته او نه هم د افغان حکومت مسوولینو ددې بریدونو په تړاو رسمي څرګندونې کړي

