ډېر لوستل شوي

روزګان کې څه باندې ۳۸۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي له منځه وړل شوي

د روزګان ولایت امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې نیول شوي ۳۸۴۵ کیلوګرامه نشه‌يي توکي له منځه وړل شوي دي.

د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ ویاند بلال روزګاني ویلي، امنیتي ځواکونو دغه نشه‌يي توکي د ترینکوټ ښار، چورې ولسوالۍ، دهراوود ولسوالۍ، ګیزاب ولسوالۍ او چنارتو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال نیولي دي.

د نوموړي په وینا، یاد توکي په بېلابېلو وختونو کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ترلاسه شوي دي. د معلوماتو له مخې، «اوومان» یو ډول نشه‌يي بوټی دی چې د روزګان په غرنیو سیمو کې موندل کېږي او په لوړه بیه پلورل کېږي.

اړوند خبرونه