د کابل ښاروالۍ استازي نعمتالله بارکزي په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې د لوړو بیو پلورونکي جریمه کوي.
د ښاغلي بارکزي په وینا، کابل ښاروالۍ د ګرانبیه پلورونکو پر وړاندې خپله ځانګړې تګلاره لري او د جریمې موضوع یې ناسمه بللې ده. د کابل ښاروالۍ استازي زیاته کړې، چې د ښاروالۍ مسوولین د ګرانبیه پلورونکو هټۍ تړي او اړوند کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپاري.

