ډېر لوستل شوي

د کډوالو چارو وزیر له «عرفات جمال» سره د راستنېدونکو پر لاسنیوي خبرې کړې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له رییس، عرفات جمال سره کتلي او دواړو لوریو د کډوالو اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې ناسته کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه هم بحث شوی دی.
په کتنه کې عرفات جمال ویلي چې دوی پروسږ کال ۲٫۲ میلیون راستنو شویو ته خدمات او مرستې وړاندې کړي، او په وینا یې چې روان کال به هم په دې برخه کې خپل فعالیتونه منظم کړي.
په ورته مهال د کډوالو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو ته د رسېدنې په موخه د امارتي او نړیوالو بنسټونو ترمنځ همغږي مهمه بللې او په اړوندو چارو کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه