ډېر لوستل شوي

بردي‌محمداف: هرات کې د ټاپي پروژې لومړۍ برخه به د ۲۰۲۶ کال تر پايه بشپړه شي

د ترکمنستان پخواني ولسمشر قربانقلي بردي‌محمداف ویلي، چې د ټاپي ګاز نل‌لیکې پروژې د لومړۍ برخې بشپړول د دغه هېواد د انرژۍ د پروګرامونو له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
نوموړي له العربيه شبکې سره په یوې مرکه کې ویلي، ټاکل شوې د پروژې لومړۍ برخه د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړه شي او ټینګار یې کړی، چې عشق‌آباد په دې ستره انرژۍ پروژه کې د نړیوالو شرکتونو له ګډون هرکلی کوي.
د ټاپي د ګازو نل‌لیکه د سیمې له مهمو انرژۍ پروژو څخه بلل کېږي، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.
د ترکمنستان چارواکو ویلي، چې د پروژې لومړۍ برخه ښايي د افغانستان تر هرات ښار پورې د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړه شي، خو د پروژې د پاتې مسیر لپاره لا روښانه مهالوېش نه دی اعلان شوی.
ترکمنستان، چې د نړۍ له سترو طبیعي ګازو لرونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، دا مهال د صادراتي لارو د محدودیت له امله د خپل ګاز ډېره برخه چین ته صادروي. بردي‌محمداف ویلي، د انرژۍ په پالیسۍ کې د صادراتي لارو تنوع رامنځته کول د هېواد اساسي هدف دی.
نوموړی، چې له ۲۰۰۷ تر ۲۰۲۲ پورې ولسمشر و او وروسته یې واک خپل زوی سردار بردي‌محمداف ته وسپاره، اوس هم د «ملي رهبر» په توګه د ترکمنستان په سیاسي جوړښت کې اغېز لري.
هغه له العربیه شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې متحده ایالت د ټاپي پروژې ملاتړ کوي او د دې پروژې پلي کېدل به په سیمه کې اقتصادي او انرژۍ همکارۍ پیاوړې کړي، خو د بشپړ پرمختګ لپاره یې امنیتي او سیاسي ننګونو حل ضروري بللی دی.

اړوند خبرونه