ډېر لوستل شوي

عامه امنيت پولیس: د پوليسو ښارګوټي ته ۴۸۷ بې‌اسناده وسایط لېږدول شوي

د عامه امنيت پوليسو رياست وايي، د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې په کابل کې ۴۸۷ هغه وسایط، چې قانوني اسناد یې نه لرل، پېژندل شوي او د پولیسو ښارګوټي ته لېږدول شوي دي.
د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، دا وسایط د «البدر» دويم کنډک پرسونل د کابل د ترافیکو پولیسو په همغږۍ تثبیت کړي دي.
همداراز ۲۲۳ نور وسایط، چې له بېلابېلو ولایتونو څخه کابل ته د ننوتلو هڅه یې کوله، د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د «سنګ‌نوشته» په دروازه کې درول شوي او بېرته خپلو ولایتونو ته ستانه کړل شوي دي.
چارواکو ویلي، د دغو اقداماتو موخه د غیرقانوني وسایطو د تګ‌‌ــ‌راتګ مخنیوی، د ښاري نظم ټینګښت او د امنیت پیاوړتیا ده.
د عامه امنيت رييس ملا عبدالرحیم ظهیر هم د امنیتي ځواکونو هڅې ستایلې او د ورته اقداماتو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه