ډېر لوستل شوي

دایکنډي کې دوې لرغونې سیمې کشف شوې دي 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دایکنډي ولایت په «پاتو» ولسوالۍ کې د دوو لرغونو سیمو له کشف او ثبتېدو خبر ورکړی دی. 

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې له یادو سیمو لومړۍ یې د «خچوزي» په سیمه کې د شیر بابا (شاه مردان) زیارت دی چې تاریخي مخینه یې د خلفاوو راشدینو دورې ته رسېږي او نیلي ښار څخه ۲۵ کیلو مټره لرې موقعیت لري.

د خبرپاڼې له مخې چې دویمه سیمه د فتح زي په کلي کې د سید کلبي ارباب زیارت دی چې تاریخي مخینه یې ۳۰۰ کاله مخکې وخت پوره رسېږي او د نیلي ښار څخه ۲۳ کیلو مټره لرې موقعیت لري. د سرچینې په وینا چې بلخوا ځایي اوسېدونکو د ولایت له مقام او د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د دغو زیارتونو د احاطې دېوال د بیارغولو غوښتنه کړې ده.

اړوند خبرونه