ډېر لوستل شوي

د سرپل په مرکز کې څلورپوړیز سوداګریز مارکېټ جوړېږي 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه د تایید وړ بلل شوې ده. 

د خبرپاڼې له مخې، دا سوداګریز مارکېټ د ښاروالۍ په ځمکه په څلورو پوړونو کې جوړېږي چې ۶۹ دوکانونه او همداراز د وسایطو لپاره جلا پارکینګ او شنه ساحه ولري.

سرچینې لیکلي چې په دې غونډه کې همداراز د خصوصي سکټور له لوري په کابل ښار کې د کابل ښاروالۍ پر ملکیتونو په ۱۸ ساحو کې د عامه تشنابونو او په ۱۳ ساحو کې د سوداګریزو مارکېټونو او عامه تشنابونو د جوړولو په اړه پر وړاندې شوې طرحه هم بحث شوی دی. اقتصادي معاونیت لیکلي، له بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د ۱۳ مشخص شویو ځایونو له جملې د یوشمېر ځایونو په اړه د طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره تخنیکي او مالي بحثونه ترسره او پاتې نور ځایونه دې کابل ښاروالي د ازادې داوطلبۍ له لارې اعلان ته وسپاري.

اړوند خبرونه