ډېر لوستل شوي

” د هېواد له هوايي ډګرونو نړیوالې او کورنۍ الوتنې په عادي ډول روانې دي”

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد له ټولو نړیوالو او کورنیو هوايي ډګرونو الوتنې په عادي او منظم ډول دوام لري.

ياد وزارت وايي، له نړیوالو هوايي ډګرونو نړیوالې او کورنۍ الوتنې پر خپل ټاکلي وخت ترسره کېږي او همداراز په سيمه‌ييزو هوايي ډګرونو کې هم الوتنې د مهالوېش له مخې روانې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ټینګار کړی، هڅه کوي په هوايي ډګرونو کې د مسافرو او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي او خدمتونه نور هم معیاري کړي.

اړوند خبرونه