د افغانستان د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې هوايي ځواکونو یې یو ځل بیا د پاکستان پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هوايي بریدونه تېره شپه شاوخوا دولس بجې ترسره شوي چې پکې د میرانشاه پوځي قرارګاه او د سپین وام پوځي قرارګاه بمبار شوې دي.
د سرچينې په وينا، په دغو بریدونو کې یاد پوځي تاسیسات ویجاړ شوي او مقابل لوري ته درانه تلفات اوښتي دي.
ملي دفاع وزارت زیاته کړې چې دغه بریدونه د پاکستان د پوځي رژیم د پرلهپسې هوايي تېریو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

