ډېر لوستل شوي

د تېرې شپې غچ‌اخيستونکي عملیات؛ ۳۲ پاکستاني پوځیان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې افغان دفاعي ځواکونو تېره شپه په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د «تعارضي او غچ‌اخيستونکو» عملیاتو لړۍ چټکه کړې ده.

ياد وزارت ویلي، دا عملیات د ۲۰۳ منصوري، ۲۰۱ خالد بن ولید او ۲۰۵ البدر قول اردوګانو له لوري په ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې ترسره شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې د مقابل لوري یو ټاور او څلور لویې پوستې نیول شوې او ځینې د ماینونو په وسیله ویجاړې شوې دي.

همدارنګه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې زياته کړې، چې ۳۲ پاکستاني عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

راپور کې راغلي چې دوه بې‌پیلوټه الوتکې هم نسکورې شوې او یو شمېر پوځي تجهیزات په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.

اړوند خبرونه