سید علي خامنهیي د پلار له خوا اذربایجانی او مور یې د نجف اباد له میردامادیانو څخه وه. دی په ۱۳۱۸ لمریز لېږدیز کال په چنګاښ میاشت کې په مشهد کې دې نړۍ ته سترګې سپړلي. د نوموړي پلار او مور دواړه بافهمه، لوستي او روحاني اشخاص وو. پلار یې چې سید جواد خامنهیي نومېده، یو روحاني شخص و او د ژوند وروستي کلونه یې په مشهد کې د ازریانو د ملا امام په څېر تېر کړي و. خامنهیي د جواد خامنهیي له دویمې ښځې زېږېدلی او له لومړۍ مېرمن یې یوازې لوڼې لرلې.
د ښاغلي خامنهیي پلار سید جواد خامنهیي یو عالم، ګوښی او صوفي طبعه سړی و. په کوچنیوالي کې د دوی اقتصادي وضعیت هم چندان جوړ نه و. د سید علي خامنهیي له خولې لیکل شوي: « زموږ ژوند ډېر سخت و، زما ښه یادیږي چې داسې شپې هم راتلې چې موږ به د شپې لپاره خواړه نه لرل، بیا به مې مور په کړاو د خوراک لپاره یو څه برابر کړل.» دی د عالم پلار او عالمې مور تر سیوري لاندې را لوی شوی. خامنهیي د خپلې مور په تړاو وایي: «مور مې ډېره هوښیاره، لوستې، کتابخوانه او د ادبي ذوق څښتنه ښځه وه.»
زده کړې
سید علي خامنهیي خپلې زده کړې له څلور کلنۍ پیل کړې. ده لومړی د قرانکریم یادولو ته ګونډې ماتې کړې. خپلې دیني زده کړې یې په پوره شوق سره پر مخ وړې. خامنهیي د نورو زده کړو لپاره له کورنۍ سره مل نجف ته ولاړ. له نجف وروسته د قم حوزې ته ولاړ او هلته یې له لوړو دیني شخصیتونو څخه زده کړې وکړې او دې ښار کې به یې ډېری وخت پر مطالعې، څېړنې او مطالعې تېراوه. آیت الله خامنهیي ادبي تومنه هم لرله. نوموړی ښه قلموال او د لوړو نړیوالو ادبي اثارو مطالعه کوونکی و. ده د یوه محقق، مترجم او شاعر په حیث ګڼ اثار هم تر شا پرېښي دي.
د خامنهیي د شخصیت تر ټولو بارز اړخ سیاسي او مذهبي اړخ و. د نوموړي سیاسي فعالیتونه هغه وخت پیل شول چې له مجتبی نواب صفوي(میرلوحي) سره یې په مشهد کې وکتل سید علي خامنهیي خپل سیاسي فعالیتونه په ۱۹۶۰مه لسیزه کې پیل کړل او په دې موده کې څو ځله د ساواک(د هغه وخت د حکومتي استخباراتو) لخوا ونیول شو. هغه لومړی ځل د ۱۹۶۳ کال په جون کې د فیضیه ښوونځي د برید او د اسراییلو د تسلط په اړه د وینا کولو له امله په بیرجند کې ونیول شو او زنداني شو. بیا، د همدې کال د جون د ۱۵مې له لاریونونو وروسته، مشهد ته ولیږدول شو او د لسو ورځو لپاره توقیف شو.
په ۱۳۶۲ کال کې سید علي خامنهیي ته دنده وسپارل شوه چې د پهلوي کورنۍ د رژیم پر ضد یو شمېر تبلیغاتي پیغامونه ولېږدوي. د همدغو پارونکو فعالیتونو پر ضد ونیول شو او د مشهد په زندان کې زنداني شو. دی د خپلو سیاسي فعالیتونو په لړ کې اړ شو چې تبعید شي او په ترکیه کې پنا واخلي. د وخت د پهلوي حکومت پر ضد د اسلامي او مذهبي غورځنګونو فکري او تبلیغاتي مبارزه په څپو وه چې حکومت یې هم سرکوبولو ته لاس په کار شو. حکومت د اسلامي نهضتونو او روحیانیونو کړنې او فعالیتونه محدود کړل، ځیني فعالین یې تبعید ته اړ کړل. خامنهیي په تبعید کې هم په کرار کېنناست؛ بلکې دننه په ایران کې یې له مبارزینو سره پټې اړیکې پاللې. سید علي خامنهیي لسګونه ځله نیول شوی او تبعید ته اړ شوی دی. نوموړی یو ځل فرانسې ته هم تبعید شو او بیا خپل هېواد ته راوګرځېد او په مشهد کې یې په لاریونونو کې برخه واخیسته. په ۱۳۵۷ کال کې یې د دولت ضد مبارزو او لاریونونو کې فعاله برخه واخیسته او د یاد کال په عاشورا میاشت کې یې د دولت پر ضد سخت بیانونه ورکړل. د ایران د انقلاب له بریا وروسته نوموړي په مهمو څوکیو کار وکړ. د ۱۳۵۷ لمریز کال د جدي په ۲۳مه د روح الله خمیني له خوا د انقلاب اسلامي شورا رامنځته شوه او یوه ورځ وروسته باچا ایران پرېښود. د شاه له تېښتې او د شاپور بختیار د حکومت له پرځېدو وروسته د همدې کال په دلو میاشت کې خامنهیي له فرانسې خپل هېواد ته راستون شو. له دې وروسته خامنهیي پر لوړو څوکیو پاتې شو: د ایران د اسلامي انقلاب په شورا کې غړیتوب، د اسلامي شورا په لومړۍ دوره کې د تهران د خلکو استازی، د دفاع عالي شورا کې نماینده امام، د ایران رییس جمهور او نورې دندې.
په سیاسي او مذهبي کلیدي دندو او مسوولیتو کې د سید علي خامنهیي رول څرګند او روښانه و. نوموړی نه یوازې په هېواد دننه کورني سیاست کې وځلېد، بلکې له هېواد څخه دباندې په بهرني سیاست کې یې هم لاسته راوړنې له چا پټې نه دي. په بهرني سیاست کې یې له استعمار او استثمار سره مبارزه له خپلو اصولي کړنو څخه ګڼله. نوموړي د امریکا د سیاستونو سرسخت مخالف و. هغه همدرانګه پر روهینګیایي مسلمانانو ظلم او تېری په کلکه محکوم کړ او د سوریې له ملت او مبارزو یې ستاینه کوله. هغه مهال چې د امریکا په یوه برید کې د سپاه ځواکونو مشهور قومندان قاسم سلیماني ووژل شو، نوموړي سخت غبرګون وښود او په سیمه کې یې د امریکا د سیاست او نفوذ د پای په هڅه کې شو.
امریکا ـ اسراییل له پیله په دې هڅه کې و چې د ایران مذهبي مشر مرحوم سید علي خامنهیي په نښه او له منځه یې یوسي. نیویارک ټایمز د نوموړي د مړینې په تړاو لیکلي چې له څو میاشتو راهیسې سي ای اې د خامنهیي څارنه کوله. سي ای اې ته استخباراتي معلومات ترلاسه شوي وو چې د شنبې(کب نهمه) په سهار به آیت الله خامنهیي له لوړپوړو ایراني چارواکو سره مهمه غونډه وکړي. سي ای اې د همدې غونډې مالومات او کره ځای له اسراییلي رژیم سره شریک کړل. تهران فکر کاوه چې برید به د شپې وشي، خو دا چې غونډه د سهار له خوا چمتو شوې وه، نو امریکا ـ اسراییلو هم برید د ورځې پر مهال پلان کړ. د شنبې په سهار ۹ بجې د مذهبي مشر سید علي خامنهیي په مشرۍ د محمد پاکپور (د سپاه پاسداران انقلاب عمومي قومندان)، عزیز ناصر زاده (د دفاع وزیر)، ادمیرال علي شمخاني (د پوځي شورا مشر)، سید مجید موسوي (د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قومندان) او محمد شیرازي (د استخباراتو د وزیر مرستیال) غونډه ټاکل شوې وه. د شنبې سهار په ۶ بجو څو امریکايي جنګي الوتکې له تل ابیب څخه پورته شوې چې په اوږده واټن ویشتونکو، پرمختللو او ډېر دقیقو وسلو سمبالې وې. د الوتکو له پورته کېدو دوه ساعته او پنځه دقیقې وروسته، د تهران پر وخت نږدې د سهار په ۹:۴۰ بجو د آیت الله خامنهیي استوګنځای په نښه شو او نوموړي پکې له څو نورو لوړپوړو چارواکو سره یوځای خپل ژوند وبایله چې له هغه وروسته ایران هم ځوابې بریدونه پیل او په منځني ختیځ کې یې د امریکا اډې او اسرائیل په نخښه کړل چې لاهم دا وضعیت دوام لري.
#امیدراډيو

