ډېر لوستل شوي

«د حق او باطل» ترمنځ مقابله ده”؛ هندي ديني عالم پاکستان کې اوسني امرونه د ټرمپ بللي

د هند مشهور دیني عالم مفتي سلمان احمد ندوي د افغانستان او د پاکستاني پوځي رژيم ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د پاکستان اوسنی حکومت «ناجایز» دی.

ښاغلي ندوي په خپلو څرګندونو کې زياته کړې، چې په پاکستان کې روان سیاسي او اداري امرونه د ډونالډ ټرمپ له لارښوونو سرچینه اخلي.

مفتي ندوي د افغانستان د اسلامي امارت په اړه ویلي، چې هلته نشه‌يي توکي له منځه وړل شوي او امنیت ټینګ شوی دی.

نوموړي همداراز پر ځینو پاکستاني دیني عالمانو، لکه مولانا تقي عثماني او مولانا فضل الرحمن، غږ کړی چې افغانستان ته هجرت وکړي. یاد هندي عالم د اسلامي امارت روانه جګړه «د باطل پر وړاندې د حق» مبارزه بلل شوې ده.

اړوند خبرونه