ډېر لوستل شوي

پاکستان کې امنیتي کړکېچ؛ اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت او کونسلۍ وتړل شوې

په اسلام‌اباد کې د امريکا د متحده ايالتونو سفارت خبر ورکړی، چې د پاکستان د روان امنیتي وضعیت له امله یې کونسلي خدمتونه او د ویزو ورکړه په موقتي ډول ځنډولي دي.

یاد سفارت ویلي، دا پرېکړه نه یوازې په اسلام‌اباد کې، بلکې په لاهور او کراچۍ کې د امریکا کونسلګریو ته هم غځېدلې ده.

دا اقدام وروسته له هغې شوی، چې په کراچۍ کې یو شمېر قهرجنو لاریونوالو د ایران د مذهبي مشر د مړینې له خبر وروسته د امریکا کونسلګريو ته د ورننوتو هڅې کړې وې. د ځايي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، پاکستاني ملېشو د وضعیت د کنټرول لپاره ډزې کړې چې له امله یې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

اړوند خبرونه